IQNA

د قرآن کریم ناپيژاندل شوی څيړاند

 توماس ایروینګ؛ په  شمالي امریکا کې د قرآن د ژباړنو مخکښ  

11:17 - April 27, 2025
د خبر لمبر: 3491019
توماس بالنتین ایروینګ، په شمالي امریکا کې لیکوال او د اسلامي مطالعاتو استاد، د قرآن کریم لومړنی مترجم بلل کیږي چې خپل کار سره ئې د دغې سیمې نورو ترجمه کونکو او ژباړنو  ته لاره هواره کړه. 

لومړنۍ پیژندل شوې انګریزي  ترجمه Alcoran  نومېږي چې په ۱۶۴۹  کال کې ترسره شوې او د چارلز اول   د دربار پادري الیګذانډر راس، ته منسوبه ده. دا ترجمه د L'Alcoran de Mahomet له فرانسوي ژباړې څخه، چې د Sieur du Ryer له خوا شوې وه، اخیستل شوې ده. 

The Koran، چې عموماً Alcoran of Mohammed بلل کیږي، په ۱۷۳۴ کال کې د قرآن کریم لومړنۍ علمي ترجمه وه او د ۲۰۰ کلونو لپاره د انګریزئ  ترجمو تر ټولو عامه او دوده  نسخه پاتې شوه. جارج سیل دا دوه جلده ترجمه  د لویی مارچی د لاتیني ترجمې (۱۶۹۸) پر اساس ترسره کړه. د سیل د ترجمې یوه نسخه اوس د امریکا د کانګرس په کتابتون کې شته او د امریکا د کانګرس  د استازي  کیت الیسون،  د ۲۰۰۷ کال د جنوري په ۳مه د سوګند د دستورو  لپاره کارول شوې وه. 

مسلمانانو تر شلمې پیړۍ پورې د قرآن کریم انګریزي  ترجمې پیل نه کړې. د مسلمانانو له خوا لومړنۍ ترجمه   The Qur'an نومېده چې په ۱۹۱۰ کال کې د هند د الله آباد اوسیدونکي میرزا ابوالفضل له خوا ترسره شوه. 

The Koran Interpreted            په تفسیر سره  قرآن   په ۱۹۵۵ کال کې د آرتور آربری له خوا د قرآن کریم لومړنۍ انګریزي ترجمه وه چې د یوه اسلامي څيړاند په وسیله   ترسره شوه. آربری هڅه وکړه چې د قرآن عربي متن ریتم او آهنگ وساتي. د ډېرو کلونو لپاره، دا کار د انګریزيي ترجمو لپاره علمي معیار ؤ . 

The Holy Qur’an: Arabic Text and English Translation   په ۱۹۹۰ کال کې د امه الرحمن عمر، لومړنۍ مسلمانې ښځې له خوا ترسره شوې ترجمه وه. 

د شلمې پیړۍ په وروستیو کې، که څه هم د قرآن کریم په انګریزي ژبه ډيرې  ترجمې موجودې وې، خو ټولې له  شمالي امریکا بهر ترسره شوې وې، تر دې چې په ۱۹۸۵ کال کې یوه نوي مسلمان شوي کاناډایي-امریکایي کس د لومړی ځل لپاره په دغې سیمه کې قرآن کریم ترجمه کړ. 

توماس ایروینګ، هڅاند اسلام‌پوه!

توماس بالنتین ایروینګ، چې د الحاج تعلیم علي ابونصر په نوم مشهور دی، چې یو لیکوال، د پوهنتون استاد او کاناډایي-امریکایي مسلمان محقق و ، او د قرآن کریم لومړنۍ انګریزي-امریکایي ترجمه یې وړاندې کړه. 

ایروینګ په ۱۹۱۴ کال کې د کاناډا د انتاریو ایالت په پرسټن ښار کې زیږیدلی و.هغه د ۱۹۵۰ لسیزې په لومړیو کې اسلام ومانه او د الحاج تعلیم علي ابونصر نوم ئې غوره کړ. 

دغه مترجم د اسلام په باب  څو کتابونه ولیکل، لکه: Had You Been Born A Muslim (آیا ته مسلمان زیږیدلی وې)، Islam and Its Essence (اسلام او د هغه جوهر)، Islam Resurgent (اسلام بیا راژوندی کیدل)، او Growing up in Islam (په اسلام کې وده کول یا لوییدل). هغه همدارنګه په هسپانوي ژبه  هم څو کتابونه ولیکل، لکه Nacido como Musulman او Cautiverio Babilonico en Andalusia. 

له ریټایرډ  یا تقاعد وروسته، هغه د ۱۹۸۱-۱۹۸۶ کلونو ترمینځ د شیکاګو په اسلامي کالج کې دمشر په توګه دنده ترسره کړه. په همدې موده کې ئې د قرآن کریم ترجمه خپره کړه. د اسلام لپاره د هغه خدمتونه د لیکوال په توګه د پاکستان  وپيژندل وپېژندل او په ۱۹۸۳ کال کې ئې د ستاره امتیاز (غوره ستوری) میډال یا جایزه ورکړه. هغه د الزایمر ناروغۍ سره د اوږدې مبارزې وروسته د ۲۰۰۲ کال د سپټمبر په ۲۴مه ومړ.

د مسلمانانو  د نوي نسل لپاره ترجمه

د ایروینګ ترجمه، چې The Qur’an: First American Version نومېږي، په ۱۹۸۵ کال کې خپره شوه. دا ترجمه د هغه د شلو کلونو هڅو پایله ده. 

دا کار د هغو کسانو لپاره د انګریزئ ترجمې د لوستلو وړتیا د لوړولو هڅه وه چې د پخوانیو انګریزي  ترجمو له عام سټایل سره بلد نه دي. 

د ایروینګ روښانه او څرګند هدف دا و چې یوه ساده ترجمه وړاندې کړي چې ماشومان ئې هم پوه شي او د قرآن پیغام په داسې ژبه وړاندې کړي چې مسلمانان یې د عیسوي الهیات له لیدلوري نه بلکې د خپلو شرایطو پر اساس درک کړي. 

نخستین مترجم قرآن در آمریکا

ایروینګ د خپلې ترجمې د خپرولو او پراخه ویش  لپاره مالي مرستو ته اړتیا درلوده او د دې لپاره ئې د مهاجرو ټولنو او له  متحده ایالاتو بهر له مسلمانو مرسته کوونکو سره له خپلو ښو اړیکو ګټه پورته کړه.هغه د کاناډا، قطر او د خلیج هیوادونو د مسلمانانو مالي مرستې یادوي،خو په ځانګړي توګه د آیووا په سدار راپیدز کې د اوسی برادرانو مرستې یادوي، چې په ۱۹۶۸ کال کې یې د قرآن ځینې برخې خپرې کړې وې او هغه یې د بشپړې ترجمې تولید ته وهڅاوه. 

اوسیان د شلمې پیړۍ په لومړیو کې مهاجر وو، چې ډیری یې د عثماني سوریې له یوه شیعه میشته کلی وو،چې اوس د لبنان په جنوب کې موقعیت لري.دوی په آیووا کې له لومړنیو مسلمانو کورنیو  وو او د شمالي امریکا تر ټولو زوړ جومات په جوړولو کې یې مرسته کړې وه. 

د ایروینګ ترجمه په متحده ایالاتو کې د هلالي او خان له ترجمو څخه ډېره بریالۍ شوه.

https://iqna.ir/fa/news/4265572

captcha